پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي درې ورځنی سېمينار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۹:۲
SJAU

دغه سېمينار چې د لوړو زدهکړو وزارت په لارښوونه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت د شرعياتو پوهنځي په همکارۍ او د فرهنگي چارو کمېټې په هلو ځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې داير شوی ؤ؛ د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.

د ياد سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سېمینار د دايرېدو پر هدف، اهميت او ارزښت خبرې وکړې او ټول مسؤلين او منسوبين يې پر دې مکلف کړل چې د مشرتابه عالي مقام پر حکمونو او فرمانونه ځان پوه کړي او د ټولنې نورو وگړو ته يې هم ورسوي.

د دغه درې ورځني سېمينار په لړ کې د شرعياتو پوهنځي استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي په لومړۍ ورځ، پوهندوی عطاءالله حسامي په دويمه ورځ او پوهنيار محمد وسيم حبيبي په وروستۍ ورځ؛ د ياد فرمان د تشرېح او ښه عملي کېدو په تړاو چمتو کړي معلومات وړاندې کړل؛ د فرمان مادې يې وار په وار تشرېح او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.

سېمینار د پای په مراسمو کې؛ د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله ارزوونکې وينا کې د سېمینار له برخه‌والو او تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ د سېمینار پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې د ياد فرمان په تطبيق کې خپل مسؤليت اداء کړي. غونډې ته د کونړ ولايت د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت رييس مولوي فضل الله محمدي هم وينا وکړه او د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او حکمونو پر تطبيق يې ټينگار وکړ. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ، نن ورځ په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

د يادونې ده چې د سېمينار برخه‌والو د ياد سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS