پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۲۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د فرهنگي چارو عمومي کمېټې د علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه چې د کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله.

پیل کې د علمي چارو مرستيال د ناستې گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د اسلامي او افغاني ثقافت پر ارزښت او اهميت يې تفصيلي خبرې وکړې او زياته يې کړه، دا چې ټولنه له موږ څخه د لا ښه خدمت هيله لري نو ټول مسؤلين دې خپلې چارې په يووالي او ښه شان سره ترسره کړي. نوموړي د يادې کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه. د علمي چارو مرستيال د فرهنگي کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې اړوندې چارې پر خپل وخت او له ټاکل شوي پلان سره سمې انجام کړي. په ياده کاري ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS