د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۱۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې په کې د مالي او اداري معاونيت اړوند آمرينو، عمومي او اجراييه مديرانو برخه لرله، پر بېلابېلو موضوعاتو يې بحث او پرېکړې وکړې.

په ياده ناسته کې د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او حکمونو عملي کول، پر خپل وخت له ياد معاونيت سره د کاري راپورونو او ځوابي مکتوبونو شريکول، په چارو کې سلسله مراتب مراعتول او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې، چې وروسته ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS