پوهنتون او کونړ ولايت د شپږو دويمي اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ليکونه لاسلیک شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۴:۲۹
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت شپږو دويمي اداري واحدونو سره د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیکونه د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري لاسلیک شول.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابره شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې هوکړو له مخې به د علمي او مسلکي همکاريو ترڅنگ، د پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

ورپسې کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي مجيب الله عمر او د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شاکرالله الکوزي د خپلو ويناوو پر مهال؛ هېواد د پرمختگ لپاره د ادارو تر منځ گډه همکاري مهمه او اړينه وبلله.

د يادونې ده چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ ولايت له اسعداباد ښاروالۍ وروسته نن ورځ د کار او ټولنيزو چارو، اقتصاد او کانونو رياستونو، د سوداگرۍ او پانگونې خونې، د تخنيکي او مسلکي زدهکړو آمريت او د گمرکونو له لوی مديريت سره د گډو همکاريو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS