پوهنتون او کونړ ولايت د شپږو دويمي اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه ليکونه لاسلیک شول

Abdullah Saeed
Tue, Oct 01 2024 2:29 PM
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت شپږو دويمي اداري واحدونو سره د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیکونه د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري لاسلیک شول.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونه څخه د گټې اخيستنې زمينه برابره شي.

نوموړي زياته کړه چې د دې هوکړو له مخې به د علمي او مسلکي همکاريو ترڅنگ، د پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

ورپسې کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي مجيب الله عمر او د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شاکرالله الکوزي د خپلو ويناوو پر مهال؛ هېواد د پرمختگ لپاره د ادارو تر منځ گډه همکاري مهمه او اړينه وبلله.

د يادونې ده چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ ولايت له اسعداباد ښاروالۍ وروسته نن ورځ د کار او ټولنيزو چارو، اقتصاد او کانونو رياستونو، د سوداگرۍ او پانگونې خونې، د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو آمريت او د گمرکونو له لوی مديريت سره د گډو همکاريو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS