کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې او عالیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۷:۵۸
SJAU

ياده ازموینه د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د ولايت مقام استازي مولوي مير ولي حقاني، له مرکز کابل څخه راغليو اعلی نگرانانو: مولوي احمدگل منهاج او مولوي سيد رحمن انصاري، نگران علماء کرامو او فاضلانو په حضور کې رسماً پیل شوه.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې گډونوالو ته د ازموينې په اړه لازم معلومات ورکړل او هغوی ته يې د پوره نظم سپارښتنه وکړه.

د يادونې ده چې دا ازموينه به د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست له لوري د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو څخه په ۱۴۴۶ هـ. ق کال کې له(492) تنو فاضلانو څخه چې(286) تنه یې د عالمیې او(206) تنه يې د عاليې مرحلو فارغ فاضلان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS