پوهنتون کې محصلينو ته د کار موندنې له معیاري مېتودونو سره د بلدتیا په موخه د سېمينارونو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ د مسلکي پرمختيايي مرکز له لوري د څلورمو ټولگيو محصلينو ته د(سي وي) ليکلو او چمتو کولو، د دندې لټون سايټونو معرفي کولو او د مرکې(انټرويو) مهارتونو د پېژندنې په اړه د سېمينارونو لړۍ پيل شوه چې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلين به په کې په نوبت وار شکل برخه واخلي.

د ورکشاپ په پرانېسته کې پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار په اړه معلومات ورکړل او د خپلو راتلونکو پلانونو يادونه يې وکړه. نوموړي همداراز له گډونوالو وغوښتل چې په فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

هېره دې نه وي ده، چې د داير شوي سېمينار چارې به د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام له لوري پر مخ وړل کېږي. د يادولو ده چې گډونوالو د دې ډول سېمينارونو پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS