په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصليونو ته د ديني او اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې درسونه لا هم روان دي

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۳۷
SJAU

د ياد پوهنتون او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې محصليونو ته د پيل شوې پنځلس ورځنۍ تربیتي دورې تدريس چې د لوړو زدهکړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پلان شوی نن د پنځمې ورځې لپاره هم په منظمه توگه روان دی.

ټاکل شوې چې په یاده پنځلس ورځنۍ تربیتي دوره کې د کونړ ولایت جید علماء او شیوخ کرام د يادو علمي بنسټونو ۶۰ تنو محصلينو ته د قرانکريم تلاوت، تجويد، ترجمې او تفسير سربېره د رسول الله ﷺ سیرت، عباداتو فقې او نورو بېلابېلو اسلامي او ديني موضوعاتو په اړه اصلاحي او تربيتي بيانونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې محصلینو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د پنځلس ورځو پر دوام د خوراک او اوسېدو زمينه هم برابره شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS