د پوهنتون رييس له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلينو ستونزې او غوښتنې واورېدې

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۲:۱۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون شيخ عبدالمالک محسن تېر ماښام د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د ليليې عمومي مدير مولوي نسيم الله شجاع په ملتيا له پوهنتون څخه بهر اوسېدونکو محصلينو د اوسېدو له ځای څخه ليدنه وکړه، د محصلينو ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي يادو محصلينو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو درسونو ته متوجه شي او همداراز چاپېريالي حقوقو، ټولنيز تعامل او نظافت ته پوره پاملرنه وکړي. محصلينو د پوهنتون د رييس په ورتگ خوښي وښوده او د يادو سپارښتنو د عملي کېدو ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS