د پوهنتون اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۵۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور ليکنې او د ارزونې فورمو په اړه يو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

دغه ورکشاپ د پوهنتون بشري سرچینو آمریت په نوښت او د کونړ ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت په همکارۍ جوړ شوی ؤ، چې په کې د پوهنتون له بېلابېلو څانګو څه له پاسه(۴۰) تنو مامورینو برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب دا ډول روزنيز پروګرامونه ګټور وبلل او د ورکشاپ ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه چې له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي.

د یاد يو ورځني ورکشاپ روزنيزې چارې د کونړ ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له آمريت څخه راغلي ټرېنر محمدجان حقپال لهخوا پر مخ وړل کېدې.

د پروګرام په پای کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق له‌خوا د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو رياست له لوري د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې اونيز ورکشاپ چې څه موده وړاندې په دې پوهنتون کې داير شوي ؤ، له مرکز څخه يې را رسېدلې تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS