د زراعت پوهنځي استادانو ته د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو په هکله د پوهاوي سيمينار وړاندې شو
د پوهاوي دغه سيمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنځي د رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي له لوري وړاندې شو، برخهوالو ته يې د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو مطابق د علمي، اداري، تخنيکي او نورو برخو اړوند د هر معيار موخې، د ارزونې طريقې او د پلي کېدو لارې چارې په تفصيل سره تشرېح او روښانه کړې.
