د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د پوهنتون رييس په مشرۍ نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه نوبتي ناسته وکړه چې په کې د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد او د کمېټې نورو غړو برخه لرله.

په دغه کاري ناسته کې په جماعت سره د لمانځه اداء کول، د ياد قانون په تنفيذ کې د اسلامي ثقافت استادانو همکاري او د پوهنتون منسوبينو او محصلينو د سيرت او صورت برابرول او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د شورا پر ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او ورپسې د کمېټې غړو له نوموړي سره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کې د خپلو فعاليتونو راپورونه شريک کړل، چې د هغه له لوري ورته د ياد قانون د بشپړ تطبيق په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. ياده ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS