د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د بېړنيو پېښو مديريت، پر وړاندې يې د چمتووالي او د زيان کچې کمولو په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري کارکوونکو ته د مالي او اداري معاونيت له لوري د زراعت پوهنځي په همکارۍ د پوهاوي يو ورځنی سېمينار وړاندې شو. دغه سېمينار چې د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني په وينا سره پيل شو، د پوهنتون مالي او اداري مرستيال حافظ مولوي محمد عثمان سعيد په گډون د پوهنتون اداري آمرينو او مديرانو په کې برخه لرله. ياد سېمينار چې د زارعت پوهنځي استاد پوهنيار رحمت الله سادات له لوري وړاندې شو، د بېړنیو پېښو د مدیریت مفهوم، ډولونو، خطرونو د کمښت لارو چارو، پېښو پر وړاندې د چمتووالي اهمیت، د بېړني غبرگون اصولو او د ادارو او افرادو مسؤلیتونو په تړاو يې معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د برخهوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. په پای کې د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو د څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن د سېمينار په جمع بندۍ کې گډونوالو ته د پوهنتون اړوند چاپېريال کې د احتمالي بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي په هکله لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياد سېمينار چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوي ؤ، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.
