د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

Abdullah Saeed
Tue, Sep 01 2026 3:13 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل او ايمان مفصل؛ د اوداسه، تيمم، غسل او د لمانځه اړوند احکام او مسايل او په نورو تدريس شويو ديني موضوعاتو کې ازموينه واخېستل شوه.

په ياده ازموينه کې د پوهنتون علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، د دعوت او ارشاد آمر مفتي عابدالله عمري او مبلغ مولوي عبيدالله نعماني د ممتحنينو په توگه گډون درلود.

د دې ازموينې د اخېستلو موخه د اداري کارکوونکو د ديني معلوماتو ارزونه او د اسلامي احکامو او اساسي ديني مسايلو په اړه د هغوی د پوهاوي کچې معلومول او لوړول بلل شوي دي.

Latest news

Sun, Sep 06 2026 3:20 PM
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

Tue, Sep 01 2026 3:13 PM
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

Sun, Aug 30 2026 1:36 PM
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS