پوهنتون رييس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور په ملتيا د اړوند پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د ليدنې پر مهال يې د پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ. د پوهنتون مشرتابه د تدريسي بهير د لاښه‌والي په پار د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته جدي لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د يادونې ده چې د پوهنتون رهبري پلاوي د جدیدالشمول محصلينو د نوملیکنې له بهير څخه هم ليدنه وکړه او د نوملیکنې په پروسه کې يې د بوختو اداري کارمندانو د چارو د ستاينې ترڅنگ، محصلين د نومليکنې پر مهال د نظم مراعت ته را وبلل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS