د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۴۵
SJAU

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ ونډه واخیسته. د یاد پوهنتون د استادانو له لوري دې کنفرانس ته لسگونه څېړنیزې مقالې وړاندې شوې چې له علمي ارزونې او کره کتنې وروسته یې ۱۷ مقالې د منلو وړ وبلل شوې.

دغه علمي غونډه د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او د وردگ پوهنتون په کوربه‌توب تر سره شوه. په دې کنفرانس کې د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رئیس مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو چارو مرستیال مفتي وقایت الله وقار، د علمي څېړنو مرستیال پوهنوال دوکتور سید اصغر هاشمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي کليم الله حقاني او د پوهنتون ۱۵ تنه استادان گډونوال وو.

کنفرانس د دوشنبې په ورځ پیل او د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد. د څلورو ورځو په ترڅ کې د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب د فرمانونو موخې، محتوا او بېلابېل اړخونه د شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنگي موضوعاتو په تړاو د علمي څېړنو او تحلیلي بحثونو له لارې وڅېړل شول او مشرانو پرې خبرې وکړې. د یادونې وړ ده چې دې علمي بهیر ته د علماء کرامو، استادانو او محقیقینو له لوري(۱۸۷۶) مقالې لیکل شوې وې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته(۹۴۷) مقالې منل شوې وې او یو شمېر یې په کنفرانس کې وړاندې شوې او همدا راز منل شوې مقالې د «موسوعة ‌المقالات‌ العلمیة‌ حول فرامین أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه في تطبیق‌ الشریعة الاسلامیة» تر عنوان لاندې په(۷۵) جلده او لنډیزونه یې په(۶) جلده کتابونو کې چاپ شوې دي.

د کنفرانس په پرانیستونکې ورځ د کابینې یو شمېر لوړپوړو غړو او مسؤلینو د ویناوو پر مهال د دې علمي غونډې پر ارزښت، موخو او اړتیاوو رڼا واچوله. ویناوالو د فرمانونو د علمي څېړنې، د اړوندو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې او د دیني مسایلو په علمي اهمیت ټینگار وکړ.

د کنفرانس په دویمه ورځ د اسلامي امارت زعیم، شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه، هم په دې علمي غونډه کې گډون وکړ او د کنفرانس د موضوعاتو په تړاو یې گډونوالو ته وینا وکړه.

د کنفرانس درېیمه ورځ د علمي مقالو د وړاندې کولو او څېړنیزو بحثونو لپاره ځانگړې شوې وه. په دې ورځ د لسو بېلابېلو علمي برخو په چوکاټ کې د علماوو، پوهنتوني استادانو او څېړونکو له لوري په سلگونو څېړنیزې مقالې وړاندې شوې. د مقالو له وړاندې کولو سره هم‌مهاله علمي مناقشې، پوښتنې او ځوابونه هم ترسره شول او د څېړنو ارزونه د اړوندو مسؤلینو او علمي پلاوو تر څارنې لاندې مخته یووړل شوه.

د کنفرانس په وروستۍ ورځ د اختتامیه غونډې په ترڅ کې بېلابېلو مسؤلینو او علمي شخصیتونو خبرې وکړې او د څلور ورځنیو علمي فعالیتونو په پای کې وروستی پرېکړه‌لیک صادر شو. په یاد پرېکړه‌لیک کې د فرمانونو په اړه د عامه پوهاوي د پیاوړتیا، د هغو د شرعي او حقوقي اړخونو د روښانه کولو او په فردي ژوند او اداري چارو کې د اړوندو لارښوونو د عملي کولو پر اړتیا ټینگار شوی و.

دغه څلور ورځنی علمي ـ څېړنیز کنفرانس د دعا په مراسمو پای ته ورسېد او د گډونوالو له لوري د علمي بحثونو، څېړنیزو وړاندېزونو او تبادلې له لارې د موضوع د بېلابېلو اړخونو د روښانتیا په موخه ترسره شوي فعالیتونه د یادونې وړ وبلل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه

د سيد جمال‌الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې پنځه کلنه دوره‌يي ارزونه ترسره شوه، ترڅو معلومه شي چې د يادې څانګې درسي، علمي او نور اړوند فعاليتونه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

BACK TO NEWS