پوهنتون د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته علمي سيمينار وړاندې شو
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي سيمينار داير شو. د پوهنتون د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريتونو په تفاهم د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته د ليليې په مسجد کې د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي او اصلاحي سيمينار داير شو، چې سلگونو تنو محصلينو په کې برخه لرله. ياد سېمينار چې د ديني عالم مفتي عبدالعلي صديقي له لوري وړاندې شو، محصلينو ته يې د نصوصو په رڼا کې د موضوع په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
