ننگرهار پوهنتون محصلینو له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۴
SJAU

ننگرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د هارټيکلچر ديپارتمنت ۳۶ تنومحصلینو د علمي سیر په ترڅ کې له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنتون، کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم او په ياد فارم کې تر کار لاندې او ترسره شويو څېړنو پروژو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د ياد سفر په ترڅ کې راغلو محصلینو او استادانو د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي سره ولیدل.

پوهنمل علي احمد بهار راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ د علمي سفرونو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او په عملي زده‌کړه کې يې یاده چاره مؤثره وبلله او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننگرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور گلبدین گلاب په خپلو خبرو کې د سید جمال الدین افغانی پوهنتون له مشرتابه څخه د امکاناتو د چمتو کولو له امله مننه وکړه.

د يادونې ده چې راغلو محصلينو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د دې سفر په ترڅ کې لازمې اسانتاوې هم برابرې شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS