تقويتي کورسونو له ازموینو او د شپې برنامې له تدريسي بهير څخه څارنه وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۷:۴۵
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار؛ د ښوونې او روزنې پوهنځي د رييس مولوي خانزاده حنيفي په ملتيا د ملي او نړيوالو ژبو د زده‌کړې کورسونو د پیل شويو ازموینو له صحنو او د ښوونې او روزنې پوهنځي د شبې برنامې له تدريسي بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

محصلانو چارو مرستيال د يادې لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه چې د تقويتي کورسونو ازموینې باید په پوره شفافيت سره واخلي او پایلې يې پر ټاکلي وخت محصلينو ته اعلان کړي. نوموړي همدارراز د شپې برنامې تدريسي بهير د لا ښه والي په موخه د ياد پوهنځي مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS