د پوهنتون له منسوبینو څخه دیني زده‌کړو د نصاب ازموینه واخیستل شوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۳۱
SJAU

یاده تحریري ازموینه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د هغوی د پوهې کچې او د دیني زدهکړو درسي نصاب مؤثریت معلومولو په موخه واخیستل شوه.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ازموینې له صحنې څخه د څارنې پر مهال  ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې بايد د دعوت او ارشاد آمریت په درسونو کې په دوامدار ډول گډون وکړي.

نوموړي همداراز د دعوت او ارشاد آمریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د پوهنتون ټولو منسوبینو او محصلينو ته مؤثرې برنامې دایر کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS