پوهنتون د علمي چارو مرستيال د زراعت پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۳:۲۳
SJAU

د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست قاضي عبدالهادي فضلي د زراعت پوهنځي د رييس پوهندوی محمد حسن محمدي په شتون کې د دې پوهنځي له استادانو سره د ماسټرۍ برنامې د ايجاد پر اړتياوو مشورتي ناسته وکړه.

پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو مرستيال يادو استادانو ته د صحيح نيت، د ديني ارزښتونو علمي کولو او په چارو کې د اخلاص په اړه ديني لارښوونې بيان کړې او همداراز يې د کتابتون د غني کېدو، څېړنيز فارم د پراختيا او لابراتوار د تجهيز پر ميکانېزم يې تفصيلي خبرې وکړې.

د دغه مجلس په ترڅ کې پوهندوی محمد حسن محمدي د پوهنځي له پرمختگونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو څخه لنډه يادونه وکړه او ياده ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS