سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ؛ پوهنتون د وېب سايټ بورډ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۵۹
SJAU

ياد بورډ چې د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مديريت په وړانديز او د پوهنتون رياست مقام په منظورۍ ټاکل شوی، نن په خپله لومړنۍ کاري ناسته کې د نشراتي پاليسۍ او طرز العمل په ترتيب، بورډ غړو د دندو پر ټاکنه، د وېب سايټ پر جوړښت او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وکړې.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست ترڅنگ، د وېب سايټ پر ارزښت خبرې وکړې او هغه يې د پوهنتون نړيواله دروازه وبلله. نوموړي همداراز د يادو موضوعاتو ترڅنگ د نورو بېلابېلو مسايلو په اړه د بورډ غړو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS