د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۵:۱۶
SJAU

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني؛ کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له نوموړي پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پوهنتون مشرتابه ته د پوره همکارۍ ډاډ وکړ.

پیل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې يې شته ستونزې له محترم وزير صيب سره شريکې کړې.

ورپسې د ياد پوهنتون د کمپیوترساینس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د پوهنتون په کچه د نوې ټکنالوجۍ په برخه کې د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر د علم پر ارزښت او په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوجۍ پر اړتيا او مثبتې کارونې په تړاو تفصيلي خبرې وکړې او د پوهنتون له استادانو يې وغوښتل چې خپل تدريس مېتود د نوي عصر له غوښتنو سره سم برابر کړي، تر څو هېواد مو پرځان بسيا شي.

الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه ته د برېښنايي کتابتون، کمپيوټر لب او د انټرنېټ په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS