د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۷
SJAU

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د ياد پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون کړی ؤ.

د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې.

د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپله وينا کې د ياد پوهنځي په لاسته راړونو رڼا واچوله او د ممتازو محصلينو هڅې يې د هېواد او ټولنې شريک وياړ وباله. نوموړي د پوهنتون له استادانو مننه وکړه چې د يادو محصلينو په روزنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل ذبيح الله کوټوال پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS