د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون عمومي کتابتون ستونزو ته د اساسي حل لارو پيدا کول او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول.

پوهنتون رئيس د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د يادو  موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته دندې وسپارلې او هغوی ته يې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او پوره همکارۍ لارښوونه وکړه. نوموړي په اسلامي شريعت کې د مشورې ارزښت او اهميت بيان کړ او مرستيالانو ته يې سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون د بهبود او پرمختگ لپاره ورسره خپلې سالمې مشورې شريکې کړي. په دغه ناسته کې د پوهنتون مرستيالانو خپلې ستونزې، وړانديزونه، مشورې او نظرونه د پوهنتون له رئيس سره شريک کړل او هغه يې مشورې او نظرونه په غور سره واورېدل او ستونزو د حل او وړانديزونو د پوره کېدو په برخه کې يې پوره ډاډ ورکړ. ياده ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS