پوهنتون رئيس د محصلينو له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۹:۵۳
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په ملتيا د محصلينو له ليليې څخه د لیدنې په لړ کې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو او چاپېريال پاکوالي ته پوره توجه وکړي او همداراز د اجناسو تسليمېدو پر مهال د جنس کيفيت او د غذا پخولو پر وخت نظافت ته جدي پاملرنه وکړي. د ليليې کارکوونکو د پوهنتون د رئيس په ورتگ خوښي وښوده او محصلينو ته يې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې الحاج مولوي عبدالواسع منصور د يادې ليدنې په ترڅ کې د کونړ ولايت د ارزاقو شرکت له مسؤل سره هم ناست وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې د ليليې هغه ستونزې چې د ياد شرکت مربوط کېږي ژر تر ژره حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS