پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه
پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله سعيد په ملتيا د يادې څارنې په ترڅ کې د شرعياتو پوهنځي د تدريسي ټولگيو د ترميم او بيارغونې چارې له نږدې وليدې او د قراردادي شرکت مسؤلينو ته يې د باکيفيته موادو کارونې او له ټاکل شويو معيارونو سره سم د کار کولو لارښوونه وکړه، چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.
