د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د مالي محاسبې قانون د تشرېح او پوهاوي په تړاو سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۴۱
SJAU

دغه يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت په نوښت جوړ شوی ؤ؛ د پوهنتون اداري کارکوونکو په کې برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د ښه راغلاست ترڅنگ په نظام کې د اطاعت پر اهميت خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې د سېمينار پر موضوعاتو ځانونه ښه پوه کړي. ورپسې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور ذبيح الله کوټوال د ياد قانون ټولې مادې وار په وار تشرېح کړې او په پای کې يې د برخه‌والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د يادونې وړ ده چې د مالي محاسبې قانون د مشرتابه عالي مقام له لوري په يوه مقدمه، يو باب او(۲۰) مادو کې توشېح شوی، چې د مالي حسابونو اړوند په کې حکمونه صادر شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS