له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه فارغ ۶۸ تنه مسلکي کادرونه د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۴:۱۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زدهکړو وروسته په لسمه دوره کې(۶۸) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د ځېنيو ولايتي ادرو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د دوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د کمپیوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکي محصلين د دې جوگه وبلل، چې د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې به د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي. نوموړي همداراز د پوهنځي له پرمختگونو، لاستهراوړنو او پلانونو يادونه وکړه.

غوندې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او هغوی يې مخاطب کړل چې تاسو اوس د مسؤليتونو ډگر ته داخل شوئ نو هره شېبه؛ د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړئ. نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته د توصيو په لړ کې د لا نورو لوړو زده‌کړو سپارښتنه وکړه.

کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې وويل چې د کمال په درجه سمبال مسلکي کادرونو ته زموږ ټولنه او نظام اشد ضرورت لري نو ځانونه په پوره همت سره د کمال درجې ته ورسوئ او په ښه نيت سره د خپل ولس خدمت وکړئ.

غونډې ته د کونړ ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مولوي عبدالولي مارشال، د فارغېدونکو محصلينو کورنيو په استازۍ محمد اسحاق جمال او د محصلينو په نماينده‌گۍ محمد يونس عزيزي هم ويناوې وکړې. پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS