د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
SJAU

نن ورځ چې د روان١۴٠۴ هـ . ش کال د چنگاښ مياشتې له ١۴ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به څه باندې درې اونۍ دوام وکړي.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د پوهنځيو مسؤلينو او د ازموینو عمومي کمېټې غړو د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.

د ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه استادانو ته لارښوونه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زده‌کړو وزارت له اصولو او مقرراتو او د پوهنتون له داخلي طرزالعمل سره سمې په پوره شفافیت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS