د پوهنتونونو استادانو ته پر ليکه( انلاين) روزنیز کنفرانس داير شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري د پوهنتونونو استادانو ته د"تاليف لیکنې لارښود" تر سرلیک لاندې په  انلاين بڼه روزنیز کنفرانس وړاندې شو، چې د ياد پوهنتون استادانو په حضوري او د نورو بېلابېلو علمي بنسټونو گڼو استادانو په کې په انلاين بڼه برخه اخيستې وه.

دا نوښت چې د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست او د پکتيا پوهنتون په گډه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په همکارۍ پلان کړي ؤ، چې پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري په کې د ياد لارښود موضوعات وار په وار تشريح شول او په پای کې يې د موضوع په تړاو د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې. د يادونې ده چې د دې کنفرانس گډونوالو د دا وړ پروگرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS