د پوهنتون رييس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۳
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي چارو څخه ليدنه وکړه چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځيو تدریسي بهیر وارزاوه او استادانو د حاضريو ترڅنگ يې د محصلینو د ټولگيو او بدل اعاشې حاضرۍ هم کنټرول کړې.

پوهنتون رييس د تدريسي بهير د لاښه‌والي او محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې په برخه کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لازمې سپارښتنې او جدي لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS