د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري د استادانو تر لارښوونې لاندې د ځمکې غصب قضيې اړوند بهير په تمثيلي بڼه وښودل شو چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مشرتابه، د کونړ ولايت اړوند ادارو استازو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله.

د پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د محصلينو د عملي زده کړو په برخه کې دا يو گټور گام وباله او له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي وويل دا چې په محاکمو کې کار کول د علم تر څنگ تجربې ته هم پوره اړتيا لري نو محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د داسې تمثیلي برنامو دايرول ډېر مهم دي.

ورپسې د کونړ ولايت امنیه قومندانۍ استازي مولوي محمدسليم مخلص تر خبرو وروسته د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري تمثيلي محاکمه په ښه شان سره وړاندې شوه، چې د گډونوالو له لوري د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېده.

په پای کې د کونړ ولايت محاکمو رياست اړوند د شهري محکمې رييس مولوي رحمت الله په خپله ارزوونکې وينا کې د استادانو او محصلينو هڅې وستايلې او ياده تمثيلي محکمه يې مثبته وارزوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS