پوهنتون رييس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د ليدنې پر مهال يې د يادو پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.

پوهنتون مشرتابه د يادې څارنې پرمهال د محصلينو او استادانو حاضرۍ کنټرول کړې او همدا راز يې د تدريسي بهير د لاښه‌والي په پار د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS