پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۱
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار؛ پوهنځيو د رييسانو، محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر او د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د پنځه‌کونو پوهنځيو د امتحانونو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

نوموړي د يادې لیدنې په ترڅ کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید پر ټاکلي وخت او پوره شفافيت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت محصلينو ته اعلان کړي.

ټاکل شوې چې د پوهنتون ازموينو عمومي کمېټه به د روانو ازموینو له صحنو څخه په ورځني ډول د امتحانونو تر پايه دوامداره څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د وردگ پوهنتون ملي کنفرانس ته د ليکل شويو مقالو د کتنې لپاره د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري ټاکل شوې ځانگړې کمېټې خپله کاري ناسته وکړه

ياده ناسته چې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د علمي څېړنو او مجلو په معاونيت کې ترسره شوه، د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله. پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس د ياد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د کتابونو، تأليفي او څېړنيزو آثارو او مونوگرافونو د کتنې شرعي بورډ ناسته وشوه

په ياده کاري ناسته کې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او د ياد بورډ غړو گډون درلود، چې په پیل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، په پوهنتون. . .

BACK TO NEWS