پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د ملي او نړۍوالو ژبو د زده‌کړې کورسونو له استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۷:۱۴
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار د ملي او نړۍوالو ژبو د زده‌کړې تقويتي کورسونو له استادانو سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه چې په کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطيع الله مسرور هم حضور درلود.

د محصلانو چارو مرستيال د استادانو نظرونه او وړانديزونه واورېدل او ستونزو د حل په برخه کې يې پوره ډاډ ورکړ او همداراز يې استادانو ته د يادو کورسونو د وروستيو ازموينو د پيل او شفافيت په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د يادونې ده چې د ملي او نړۍوالو ژبو د زده‌کړې تقويتي کورسونه د لوړو زده‌کړو وزارت د هدايت له مخې، محصلینو ته ژبنيو مهارتونو د لوړېدو په موخه پيل شول چې د دوی د ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېر گټور تمام شوي دي. هېره دې نه وي چې د يادو کورسونو وروستۍ ازموينې نن ورځ پیل شوې او پنځه ورځې به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS