پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي چارو څارنه وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې پوهنځي د مسؤلينو، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رييس استادانو ته د محصلينو سالمې فکري او اصلاحي روزنې او له کورس پاليسۍ سره سم د نصاب د تدريس په برخه کې او همداراز محصلينو ته د حاضرۍ پابندۍ، له وخت څخه د سالمې استفادې، د بیت المال ساتنې او سيرت او صورت د برابرولو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنفي د پوهنتون مشرتابه پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او هغوی ته يې د يادو لارښوونو او سپارښتنو د رعايت او پلي کولو ډاډ ورکړ.

ياد پلاوي د خپلې څارنې پر مهال د هغو استادانو هڅې هم وستايلې چې تدريسي چارې يې له ټولو اکاډميکو معيارونو سره سمې پر مخ وړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS