سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۳۵
SJAU

ياده نمانځغونده چې د کرنې پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، په کې د ياد پوهنځي ريیس پوهندوی محمد حسن محمدي، د پوهنتون استادانو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د کرنې پوهنځي رييس د ښه راغلاست او پرانستې وینا تر څنگ، د دا ډول پروگرامونو دايرول خورا مهم ياد کړل.

ورپسې د کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبیعي منابعو د څانگې آمر پوهنیار شاهدالله امن ځنگلونو د ارزښت، ساتنې، د ورپېښو گواښونو او د حل پر بېلا بېلو لارو چارو خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.

ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال را په دې خوا په ټوله نړۍ کې د مارچ پر ۲۱ مه نمانځل کېږي، اصلي موخه یې ځنگلونو د ساتنې او سالمې گټې اخیستنې په اړه عامه پوهاوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS