پوهنتون له استادانو سره د امر بالمعروف رياست پلاوي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۶:۹
SAJU

د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون له استادانو سره د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست پلاوي ناسته وکړه.

د ياد رياست پلاوي د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په حضور کې؛ پوهنتون د شرعياتو، اقتصاد او زراعت پوهنځيو له استادانو سره ګډه ناسته وکړه.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست راغلي پلاوي په هېواد کې د ازادۍ او خپلواکۍ پر اهمیت او د ولسونو په قربانیو خبرې وکړې او د غونډې له ټولو ګډونوالو یې د اسلامي اصولو سره سم د خپل سیرت او صورت د برابرولو غوښتنه وکړه.

یاده غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS