شرعياتو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه څارنه وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۱:۱۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د شرعياتو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د شرعياتو پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځي د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنګ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.

ياد پلاوي د تدریسي بهیر له څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښه والي په موخه د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS