سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اسلامي نظام اړتيا او ارزښت تر سرليک لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

sjau_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۳۶
sjau

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه چې اوسنی اسلامي نظام د الله جل جلاله ستر نعمت دی نو ملت بايد د دې لوی نعمت شکر ادا کړي.

نوموړي وويل دا چې پوهنتونونه بايد د اساسي دندو له مخې پر علمي او څېړنيزو موضوعاتو تحقيق وکړي نو دې اصل ته په پام به د داسې علمي کنفراسونو لړۍ جاري وساتو.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهنمل محمد سليم کريمزي(اسلامي نظام اړتيا او ارزښت)، پوهندوی محمد رحيم خاکسار(ا.ا.ا د بري پرمهال د هېواد امنيتي او ټولنيز حالت) او پوهندوی خان محمد خدرخېل(ا.ا.ا ښېګڼې او لاسته راوړنې)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

په پای کې غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل نورالحق حليمي له لوري په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه وکړه

د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د دفتر آمر مولوي بشير احمد بشير په ملتيا د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د ليليې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۲۶
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه

پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د دفتر آمر مولوي بشير احمد بشير په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د ياد پوهنځي د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د تضمین کیفیت معیارونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ داير شو

ياد يو ورځنی ورکشاپ چې د تضمین کیفیت آمریت له لوري په مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، په کې د پوهنځیو ريیسانو او د څانگو آمرینو برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS