سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د امريکا او د هغوی د متحدينو د اشغال د خاتمې او د هېواد د ازادۍ په وياړ علمي کنفرانس وړاندې شو.

sjau_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۱۸
sjau

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال او په کونړ کې د لوړو زده کړو وزرات فوق العاده استازي قاري رحمن الله صادق، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون رييس پوهنيار محب الله محب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه چې د سېپټمبر ۱۱ مه پېښه د پلمې ګرځولو له امله امريکا او متحدينو يې د افغانستان پاکه خاوره اشغال کړه چې د مجاهدينو د بې شمېره قربانيو او کمسارو سرښندنو په پايله کې تېر کال ملاماتي او مخ توري وشړل شول.

نوموړي خپلواکي او ازادي د الله جل جلاله ستر نعمت وباله او پر ملت يې غږ وکړ چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړي.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو هر یو: پوهندوی روح الله نجم(د غربي ښکېلاک پايلې، درسونه او عبرتونه)، پوهندوی محمد رحيم خاکسار(افغانستان د اشغال لاملونه) او پوهنمل صاحب صادق هاند(د غربي استعمار پيل او ماتې)؛ تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې چې د ګډونوالو د خوښۍ او پاملرنې وړ وګرځېدې او د غونډې په پای کې قاري رحمن الله صادق د لنډو خبرو په ترڅ کې وويل چې اسلامي او کفري نړۍ تل يو له بل سره په مخالفت کې دي نو په دې وروستيو پېړيو کې څو وارې کفري نړۍ يوازې د افغان مجاهد ولس له لوري ماتې خوړلې ده او غونډه د نوموړي له لوري په دُعاء ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS