له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې ۸۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۵۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په يوولسمه دوره کې(۸۱) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ عبدالقهار صديقي، د پوهنتون مرستيالانو، د ځېنو ولايتي ادرو استازو، د پوهنځيو رئيسانو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او زياته کړه چې دا ستاسو د زده‌کړو پای نه دی او لا نورې لوړې زده‌کړې وکړئ، د خدمت جذبه مو همداسې لوړه وساتئ او څه مو چې زده‌کړي دي د ملک د پرمختگ او ولس د هوساينې لپاره ترې په صحيح نيت سره اعظمي استفاده وکړئ. نوموړي په خپلو خبرو کې ولس او د محصلينو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې فارغېدونکي کادرونه په اسلامي روحيې او مسلکي پوهې سره روزل شوي دي.

د غونډه په ترڅ کې د جهادي مدرسې مهتمم په خپلو خبرو کې وويل، چې د کمال په درجه سمبال مسلکي اشخاصو ته زموږ ټولنه او نظام اشد ضرورت لري نو ځانونه په پوره همت سره د کمال درجې ته ورسوئ او په ښه نيت سره د خپل ولس خدمت وکړئ.

په غونډه کې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستيال پوهنوال دوکتور سيداصغر هاشمي، د کمپیوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی ته يې تر فراغت وروسته د مسؤليت په تړاو لازمې توصيې، لارښوونې او سپارښتنې وکړې. په پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS