د پوهنتون ليليې کميسيون خپله نوبتي ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې اړوند ستونزو د حل کميسيون د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د ياد کميسيون غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د خوړو کيفيت لا ښهوالي، په ليليه کې د استوگنو محصلينو لا ښه تنظيم او د ليليې اړوند ستونزو پر حل بحث او پرېکړې وشوې. په دغه ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
