د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه
د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه.
د سيالۍ په پرانيسته کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د قرآن عظيم الشان د فضيلت او د يادې سيالۍ د اهميت او ارزښت په تړاو خبرې وکړې او محصلينو ته يې ډاډ ورکړ چې په پوره شفافيت او عدالت سره به د سيالۍ نتايج د ژوري هيئت له لوري ترتيب او د سر غوره تلاوت کوونکي محصلين به د لوړو زده کړو محترم وزارت ته معرفي شي. د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د دې پوهنتون محصلينو ته دې ورته نورې سيالۍ او تشويقي برنامې دايرې شوي دي.
