پوهنتون د ژبنۍ ادبي علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«واند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۳۷
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د علمي مجلو آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت او د واند ژبنۍ ادبي علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې ته د علمي څېړنو او مجلو مرستيال تر ښه راغلاست وروسته د راغلو مقالو په اړه د کتنپلاوي غړو ته معلومات وړاندې کړل. په ياده کاري ناسته کې ځينې راغلې مقالې تاييد او ځينې نورې د کتنپلاوي غړو ته د بيا کتنې په موخه وسپارل شوې او همداراز د ياد مجلس په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د دې مجلې لومړۍ گڼه دې سږکال چاپ ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS