پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت د خپلو کړنو او لاسته راوړنو کلنی راپور د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تاليف او ژباړې له رياست سره په انلاين بڼه شريک کړ

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۵۴
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تاليف او ژباړې رياست په نوښت جوړ شوي انلاين کنفرانس کې د ياد معاونيت د کلنيو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

په دغه غونډه کې چې د نورو پوهنتونونو د علمې څېړنو او مجلو مرستيالانو، آمرینو، څېړونکو او د لوړو زده کړو وزارت اړوندو مسئولينو برخه اخیستې وه، پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د تېر يوه کال په ترڅ کې د څېړنو پراختيا، علمي مقالو د نشر، علمي مجلو د ايجاد او معيار لوړولو او استادانو او محصلينو ته د څېړنو په اړه د روزنيزو پروگرامونو دايرولو په برخه کې ترسره شوي کارونه تشرېح کړل. ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنيزو معيارونو پياوړتيا او د استادانو او محصلینو د څېړنيزو ظرفيتونو د لوړولو لپاره پلان لري چې په دغه برخه کې لا نورې مهمې کړنې هم ترسره کړي.  په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تاليف او ژباړې ریاست د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د هڅو ستاينه وکړه او د نورو پوهنتونونو لپاره یې د الهام وړ وبللې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS