کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
SJAU

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650) گډونوالو فاضلانو څخه د ازموینې په اخیستلو سره نن ورځ رسماً پای ته ورسېده.

د نوموړي پوهنتون عمومي رئیس او د يادو ازموينو د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ازموینې بهير په بريالي ډول پای ته رسېدو په برخه کې؛ له لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د کونړ ولايت مقام، د علماوو شورای رياست، اړوندو ولايتي  ادارو، د نگران علماءکرامو، امنيتي مسؤلينو او مجاهدينو څخه مننه وکړه چې د هغوی په زيار او کوشش په کونړ ولايت کې د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د دیني مدارسو کلنۍ ازموینه په شفاف ډول او د امن په فضاء کې پرته له کوم ځڼډ او خڼډ څخه پای ته ورسېده.

له مرکز کابل څخه راغلي پلاوي په ښه شان سره د دې ازموینې په ترسراوي کې د پوهنتون رهبرۍ او اړوندو مسؤلينو له هلوځلو څخه مننه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دغه ازموينه د تېرې شنبې په ورځ چې د روانې رجب المرجب مياشتې له شپږمې نېټې سره سمون لري، د ټول هېواد سربېره په کونړ ولايت کې هم مهال پيل شوې وه او  په ترڅ کې يې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(650) تنو فاضلانو څخه چې(316) تنه يې د عاليې او(334) تنه یې د عالمیې مرحلو فارغ فاضلان وو؛ د شپږو ورځو په لړ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه واخېستل شوه.

هېره دې نه وي چې د نورستان ولايت د ختيځو ولسواليو د امارتي او خصوصي دیني مدارسو فارغ فاضلانو هم د ياد پوهنتون په انگړ کې د نوموړي مديريت هيئت تر مديريت او څارنې لاندې ازموينه ورکړه، چې گډونوالو يې د خدماتو او مناسب چاپېريال د برابرولو په برخه کې له اړوندو مسؤلينو مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS