پوهنتون کې له محصلينو څخه په الحق المبين کتاب کې د سيالۍ په پار ازموينه واخيستل شوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۵۴
SJAU

یاده سیالي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځیو نږدې(۵۰۰) تنو محصلینو په کې ازموینه ورکړه.

د پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او ښوونې او روزنې پوهنځي د رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه د ليدنې پرمهال محصلینو ته د ازموینې د صحنې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۵۰
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS