پوهنتون کې لس پايه کمپیوټر لب جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۱۵
SJAU

د ياد پوهنتون په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې؛ په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې له لوري شاوخوا یو میلیون او ۸۰ زره افغانیو په لگښت د لس پايه کمپیوټرونو درلودونکی مجهز او په نوې ټکنالوژۍ سمبال کمپیوټر لب جوړ او  گټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د یاد کمپیوټر لب پر جوړېدو خوښي وښوده او نوموړې موسسې د مسؤلينو له همکارۍ يې مننه او قدرداني وکړه.

هېره دې نه وي چې یاد کمپیوټر لب د لس پایه لوړ کیفیت لپ ټاټ کمپیوټرونو سربېره؛ په دولس پايه مېزونه، يولس پايه چوکيو،رنګه پرېنټر، پراجکتور او د نوې ټکنالوژۍ په نورو وسايلو سنبال او مجهز جوړ شوی دی.

د یاد کپيوټر لب د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون مشرتابه سربېره؛ د کونړ ولايت اقتصاد رييس مولوي عبدالله همت، په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې د ختيځ زون مسؤل محمد شريف هاشمي، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی ؤ.

د يادونې ده چې دا کمپیوټر لب به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي او په اسيا کې د نړيوالو ټولنيزو خدمتونو مؤسسې ترمنځ د شوې هوکړې په رڼا کې؛ پېښو ته د چمتووالي په برخه کې د روزنيزو ورکشاپونو او نورو عملي زده کړو لپاره کارول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS